Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

رحیمي: د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي

0
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د کندهار له امنيه قوماندان سره به قانوني چلند وشي.


جنرال عبدالرازق د سې شنبې په ورځ ويلي وو چې دى د اوسني حکومت له خوا نه دى ټاکل شوى او نه يې دغه حکومت لېرې کولاى شي.


د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي نن جمعه يوه کنفرانس ته وويل:


"د جنرال رازق په اړه به هم د هغه د وروستيو څرګندونو له کبله د قانون په چوکاټ کې جدي او قانوني چلند کېږي."


د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، په بلخ ولايت کې هم د کورنيو چارو وزارت دوو منسوبينو ته د هغوى د ورته څرګندونو له کبله وظيفوي جزا ورکړل شوې وه.


خو تر دې مخکې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر اساس ویل شوي وو چې پوځي او امنيتي منسوبین په سیاسي غونډو او سیاسي مسایلو کې د مداخلې حق نه‎لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса