Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ

0
اسلام اباد په پاکستان کې د مذهبي ازاديو په اړه د امريکا انتقاد رد کړ او وايي، پاکستان په افغانستان کې د نورو د ماتې قرباني شوى دى.


دا خبره د مذهبي چارو لپاره د پاکستان فډرال وزير سردار محمد يوسف د ازادي راډيو مشال څانګې ته وکړه.


تر دې يوه ورځ مخکې د امريکا متحدو ايالتونو پاکستان د هغو هېوادونو په ليست کې شامل کړ چې له مذهبي ازاديو په کې سرغړونې کېږي.


دا اقدام د دواړو هېوادونو اړيکو ته يوه ضربه ګڼل کېږي.


بل خوا د امريکا متحدو ايالتونو اعلان وکړ چې له پاکستاني پوځ سره په امنيتي برخه کې تقريباً د ٩٠٠ مليونو ډالرو په اندازه مالي مرسته ځنډوي.


واشنګټن دا مرستې تر هغو ځنډوي چې اسلام اباد د افغان طالبانو او حقاني شبکې د افراطي وسله والو پرضد د سرحد په اوږدو کې کوټلي اقدامات نه وي کړي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناويرت د مرستو ځنډولو په اړه تېره شپه په واشنګټن کې وويل:


"نن موږ کولای شو تأیید کړو چې دم ګړۍ به له پاکستان سره امنیتي مرستې تر هغې وځنډول شي، څو چې پاکستان د افغان طالبانو او حقانې شبکې پر ضد قاطع اقدامات نه وي کړي، موږ دا داسې ډلې ګڼو چې سیمه بې ثباته کوي او همدارنګه پر امریکايانو بریدونه کوي."


د پاکستان د مذهبي چارو وزير ويلي، امريکا په افغانستان کې د خپلې ماتې ملامتي پر پاکستان اړوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса