Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

په خوست کې د بېلاپېلو جنایي جرمونو په تور ۱۲ تنه نیول شوي

0
د خوست امنیتي چارواکي وايي چې د جنايي جرمونو پر ضد يې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.


دوی زیاتوي، په دغو عملیاتو کې يې د چرسو او هیروئینو په ګډون یوه اندازه نشه يي توکي هم نیولي دي.


د پنجشنبې ورځې ناوخته د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال داود امین ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور تنه د قتل، څلور تنه د نشه يي توکو د کاروبار او څلور نور يې د ماین ايښودنې په تور نیولي دي.


د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، د دې تر څنګ د پولیسو له خوا ۱۲ تنه په نشو روږدي کسان هم راټول شوي چې هغوی به د تداوۍ لپاره د معتادینو روغتون ته معرفي شي.


نوموړي وویل، له پولیسو د خلکو مهمه غوښتنه داده چې د نشه يي توکو د کاروبار پر وړاندې جدي مبارزه وشي او په دې برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې هم پولیسو سره د خلکو د همکارۍ نتیجه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса