Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

ایرانیانو د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره ځانونه په خطر کې اچولي

0
په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیرې د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې وویل، ایرانیان د خپلو بشري حقونو لپاره د ایران په لارو کوڅو کې ځانونه په خطر کې اچولي دي.


نیکي هیلې وویل:


"دا د زړه ورو خلکو ننداره ده چې له خپل ځپونکي حکومت څخه سخته ناراضه دي او غواړي چې په اعتراض کې خپل ځانونه له خطر سره مخامخ کړي."


د اغلې هیلې په وینا د ایران تر نهه اویا په ډېررو سیمو کې خلک د حکومت پرضد درېدلې دي.


د ایران د مظاهرو په اړه تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړه شوه.


په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي غلام علي خوشرو وویل، له ملګرو ملتونو د امریکا ناوړه استفادې د ایران د اعتراضونو په باره کې د امنیت شورا غونډې ته لار پرانیسته:


"د تاسف وړ ده چې د یو شمېر غړیو د نه رضایت سربېره د امنیت شورا دا غونډه چې له خپل بهرني ماموریت سره یې سر نه خوړ، د امریکا د اوسنۍ ادارې د ناوړه استفادې له امله جوړه شوه."


روسیې د دې غونډې له ترسره کېدو سره مخالف کړی و.

 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса