Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

په کونړ کې د ۳ کسانو د مړینې او د ۹ د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

0
د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د جګړې له کبله د ځينو کسانو د وژل کېدو او د ځينو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوى دى.


د کونړ د روغتيا رئيس ډاکټر عزيز الرحمن ساپي یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې له دې جګړې تر اوسه درې مړي او ٩ تنه ټپيان وروړل شوي دي.


هغه وويل چې وژل شوي او ټپيان ټول سرتېري دي.


د ازادۍ راډيو خبريال وايي، جګړه نن سهار پيل شوې چې اوس هم په ديوه ګل دره کې روانه ده.


د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل شېر ولي خان ويلي، جګړه هغه وخت پيل شوه چې د داعش ډلې وسله والو د پاڅونوالو پر ځينو پوستو حمله وکړه.


د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса