Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده.


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د دې سفر پر مهال د روزنیز کمپ تر څنګ د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې تمریناتي لوبې د جنورۍ په ۱۶مه، ۱۸مه او ۲۱مه ترسره کړي.


ښاغلی هوتک وايي، له دې تمریناتي کمپ وروسته به د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان په کوربه‌توب له زېمبابوې سره دوه ۲۰ اوریزې او پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.


د دغو سیالیو لړۍ به د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۵مه پیل او په ۱۹مه پای ته رسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса