Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

چارواکي: په پکتیا او غزني کې ۲۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې ۱۴ طالب وسله‌وال وژل شوي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي چې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات له تېرې ورځې راهیسې د زرمت په ناامنو سیمو کې پیل شوي دي چې په نتیجه کې یې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.


اعلامیه زیاتوي چې د غزني د واغظ ولسوالۍ په محمود خان کلي کې هم د عامه نظم د پولیسو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه‌یې ټپیان شوي دي.


اعلامیه زیاتوي په دې نښتو کې پولیسو او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.


وسله‌والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса