Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

ترکیه: روسیه او ایران دې د سوریې په سولې کې خپل مکلفیت پوره کړي

0
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې او ایران غږ کړی چې د سوریې د سولې پلان په برخه کې خپل مکلفیت پوره کړي او په ادلیب ولایت کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي.


مولود چاوش اوغلو وایي، د دغو هېوادونو د ملاتړ پر ته دا سرغړونې نشي کېدای.


چاوش اوغلو نن د دولتي خبري اژانس انادولو سره په یوه مرکه کې د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړي چې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړې په نامه د حکومت د منځلارو مخالفینو پر وړاندې بریدونه کوي.


هغه دغه راز پر روسیې او ایران چې د سوریې د ولسمشر عمده متحدان دي، غږ وکړ چې په ادلیب ولایت کې چې د ترکیې پولي ته نېږدې دی، د یاغیانو تر کنټرول لاندې برخو هوایي بریدونه ودروي.


دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د جنورۍ پر اتمه په ادلیب کې د پرمختګ پر مهال یې څوارلس کلي له یاغیانو څخه نیولي دي.


ترکیه وایي، د سوریې د حکومت دا پرمختګ د روسیې او ایران د جنګي الوتکو په مرسته شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса