Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

په غور کې د وحدت او هریرود فوټ‌سال لوبډلې سره لوبه کوي

0
د غور د فوټ‎سال سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د وحدت او هریرود لوبډلې سره لوبه کوي.


د دغه ولایت د ورزشي فدراسیون امر امیر محمد نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې د دغو لوبو په پرونۍ لوبه کې د اطلاعاتو ټیم ۱۸/۳ د رسنیو ټیم ته ماتې ورکړه.


ښاغلی امیر محمد وايي، دغه سیالۍ د غور د فوټ‎سال ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ کېږي.


نوموړی د دغو سیالیو هدف ملي لوبډلې ته چمتووالی او هم د غور منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل یاد کړل.


د غور د فوټ‌سال سیالۍ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل او ۲۰ ورځې دوام کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса