Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د افغانستان او نامیبیا د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سیالۍ ونه‌شوه

0
نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د افغانستان او نامیبیا د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د ورښت له امله ترسره نه‎شوه.


تېره ورځ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو په یو تمریناتي سیالۍ کې د بنګله‎دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.


افغان ۱۹ کلنه لوبډله له تېرو دوو اوونیو راهیسې په نیوزیلنډ کې نړیوال جام سیالیو ته په تیاریو او تمریناتو بوخته ده.


ټاکل شوې چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۳مه په نیوزیلنډ کې پیل شي.


افغان لوبډله په دې سیالیو کې د پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سره لوبه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса