Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

ترکیه: روسیه او ایران دې د سوریې په سوله کې خپل مکلفیت پوره کړي

0
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر پر روسیې او ایران غږ کړی چې د سوریې د سولې د پلان په برخه کې خپل مکلفیت پوره کړي او په ادلیب ولایت کې د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي.


مولود چاووش اوغلو وایي، د دغو هېوادونو د ملاتړ پرته دا سرغړونې نه‌شي کېدای.


چاووش اوغلو نن د دولتي خبري اژانس انادولو سره په یوه مرکه کې د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړي چې د اسلامي دولت نومې ډلې په وړاندې د جګړې په نوم د حکومت د منځلارو مخالفینو پر وړاندې بریدونه کوي.


هغه دغه‌راز پر روسیې او ایران چې د سوریې د ولسمشر عمده متحدان دي، غږ وکړ چې په ادلیب ولایت کې چې د ترکیې پولې ته نږدې دی، د یاغیانو تر کنټرول لاندې برخو هوایي بریدونه ودروي.


دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د سوریې حکومتي ځواکونو د جنورۍ پر اتمه په ادلیب کې د پرمختګ پر مهال‌یې ۱۴ کلي له یاغیانو څخه نیولي دي.


ترکیه وایي، د سوریې د حکومت دا پرمختګ د روسیې او ایران د جنګي الوتکو په مرسته شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса