Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

پوتین ادعا کړې چې امریکا د ناوالني د انتخاباتي مبارزو ملاتړ کړی

0
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ادعا کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو په روسیه کې د اداري فساد پر ضد د فعال الکسي ناوالني د انتخاباتي مبارزو ملاتړ کړی دی.


ښاغلي پوتین د پنجشنبې په ورځ دا خبره د روسي رسنیو د مسؤل مدیرانو سره په کتنه کې پرته له‎دې چې په اړه یې شوهد وړاندې کړي، یاده کړې ده.


الکسي ناوالني غوښتل چې د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې کېږي، د ویلادیمیر پوتین په وړاندې کاندید شي.


خو د روسیې د انتخاباتو کمېسیون وویل، ناوالني له دې کبله چې پخوانۍ جرمي دوسیه لري، د کاندېدو په شرایطو برابر نه‎دی.


د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې د روسیې د انتخاباتو د کمېسیون دا پریکړه غندلې ده.


د ویلادیمیر پوتین په وینا الکسي ناوالني یوازینی کس نه‎دی چې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره په شرایطو پوره نه‎دی ګڼل شوی.


اټکل کېږي چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین به د روسیې د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات وګټي او شپږ کاله نور به د روسیې د ولسمشر په توګه پاتې شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса