Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

یونان او مقدونیا هڅه کوي څو د لسیزو شخړه هواره کړي

0
د یونان او مقدونیا چارواکي وايي، دوی ډېره هڅه کوي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د "مقدونیا" د نوم پر سر د لسیزو شخړه هواره کړي.


د یونان صدراعظم الکسیس سیپراس ویلي، د دې موضوع د هواري لپاره د فرصت یوه کړکۍ ویني.


نوموړی د پنجشنبې په ورځ د یونان له ارتودوکس کلیسا وغوښتل چې ګاونډي هېواد ته دې د "مقدونیا" د نوم د کارولو په وړاندې چې یونان یې هم خپل یو شمالي ولایت ته کاروي، خپل مخالفت راکم کړي.


الکسیس سیپراس د یونان دولتي ټلوېزېون ته وویل، دا باور لري چې په دې اړه توافق د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.


د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس کوتزیاس په دې اونۍ د "نوې مقدونیا" یادونه وکړه چې اتن به یې د خپل شمالي ګاونډي هېواد د نوم په توګه ومني.


نوموړي وویل، د نړۍ سلو هېوادونو د بالکان دا هېواد د مقدونیا په نوم په رسمیت پیژندلی او اتن له جوړجاړي پرته ډېر نور بدیلونه نه لري.


بل خوا د مقدونیا صدراعظم زرمان زائوف هم له یونان سره د خپل هېواد د نوم پر سر د لانجې هوارولو ته لومړیتوب ورکړی.


دې لانجې په اروپايي ټولنه او ناټو کې د مقدونیا د غړیتوب لپاره خنډونه راپورته کړي دي.


د یونان او مقدونیا د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ د یونان په سالونیک ساحلي ښار کې د دې لانجې پر هواري خپلو کې خبرې وکړې.


وروسته په اتن کې د یونان د بهرنیو چارو وزارت وویل، دواړه خواوې به د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د مقدونیا د مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي سره په په نیویارک کې د پلان شوې کتنې پر مهال بیا هم په دې اړه خبرې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса