Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

روسیې د امریکا سنا کې د ډیموکراټ ګوند د استازو تازه راپور رد کړی

0
روسیې د امریکا په سنا کې د ډیموکراټ ګوند د استازو هغه تازه راپور رد کړی چې وايي، مسکو د امریکا او اروپايي هېوادونو په انتخاباتو کې ګډوډي رامنځته کوي.


د امریکا په سنا کې د ډیموکراټو استازو دا راپور د چهارشنبې په ورځ خپور شو.


دا لومړی ځل دی چې د امریکا د سنا غړي په رسمي توګه روسیه د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې په لاس‎وهنې تورنوي.


په دې راپور کې د امریکا د سنا ډیموکراټو استازو د دوو لسیزو څخه په زیاته موده کې د اروپايي هېوادونو په انتخاباتو کې د اغېز لپاره د روسیې هڅې څېړلې دي.


خو د کریملین ویاند ډیمیټري پیسکوف تېره ورځ وویل، ټول هغه تورونه چې د نورو هېوادونو په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه لګول شوي بې بنسټه دي.


پیسکوف همدارنګه زیاته کړې چې دا ډول تورونه د امریکا او روسیې دوه اړخېزې اړیکې نورې هم خرابوي.


مسکو تر دې مخکې هم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ټرمپ په پلوۍ د هر ډول لاسوهنې تورونه رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса