Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

راپور: روسيه د امريکا او اروپا انتخاباتو کې د لاسوهنو له کبله سپين سترګې شوې

0
د امریکا د مشرانو جرګې د تحقيق کوونکو په يوه نوي راپور کې خبردارى ورکړل شوى چې روسيه د امريکا او اروپا په انتخاباتو کې د لاسوهنو له کبله لا سپين سترګې شوې ده.


په راپور کې د مسکو د دغو هڅو د شنډولو لپاره د يوه قوي اقدام غوښتنه شوې ده.


دغه راپور چې د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټې د مامورينو له‎خوا ترتيب شوې، د چهارشنبې په ورځ خپور شو.


په راپور کې په دې برخه کې د پاليسۍ د غوره کولو لپاره ځينې پېشنهادونه شوي چې د هغه څه مخه ونيسي چې دوى د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين له‎خوا د خپل هېواد او ټولې اروپا پر محلي ادارو، نړيوالو ارزښتونو او د قانون پر حاکميت په تېرو نېږدې دوو لسيزو کې حمله ګڼل شوې ده.


خو د کریملین ویاند ډمیټري پیسکوف پرون په راپور کې لګول شوي تورونه رد کړل او دا يې کاملاً بې بنسټه وبلل.


پیسکوف همدارنګه زیاته کړې چې دا ډول تورونه د امریکا او روسیې دوه اړخېزې اړیکې نورې هم خرابوي.


مسکو تر دې مخکې هم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوريت غوښتونکي ټرمپ په پلوۍ د هر ډول لاسوهنې تورونه رد کړي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса