Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

امريکا به په لومړي ځل ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي

0
په پام کې ده، د امريکا متحد ايالتونه د اول وار لپاره د مشورې ورکولو او مرستې ځانګړي ځواکونه افغانستان ته ولېږي.


د امريکا متحدو ايالتونو پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، دغه ځواکونه به د روان ميلادي کال په پسرلي کې افغانستان ته ولېږل شي.


ويل شوي چې په اول پړاو کې به څه باندې ١٠٠ سرتېري افغانستان ته ولېږل شي، خو د هغوى د ګمارنې د ځاى په اړه څه نه دي ويل شي.


په اعلاميه کې راغلي چې دغه قواوې به د يوې لېوا په چوکاټ کې افغانستان ته لېږل کېږي چې هدف به يې افغان قواوو ته روزنه او ورسره همکاري کوي.


د امريکا د پوځ يوه مطبوعاتي مسؤل کريسټورفر اوپارد امريکا غږ ته ويلي چې د مشورې ورکولو او مرستې د ځانګړي ځواک لېږل له افغانستان سره د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې د همکارۍ برخه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса