Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د کابل چارواکي: پوليسو په زياته پيمانه چاودیدونکي مواد نيولي

0
د کابل امنیتي چارواکي وايي چې پوليسو تېره شپه په زياته پيمانه چاودیدونکي مواد او په زرګونو پټاقۍ نيولي دي.


د کابل سرپرست امنیه قوماندان مل پاسوال حقنواز حقیار نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، دغه مواد په بوجيو کې ځاى پر ځاى شوي وو چې کابل ته يې د انتقال مخه ونيول شوه.


دی وايي:


"پوليس وتوانېدل په يوه فلاینکوچ ډوله موټر کې درې بوجۍ منفجره توکي او تر ٣٠٠٠ زياتې پټاقۍ په پلچرخي دروازه کې ونيسي."


د کابل سرپرست امنيه قوماندان وايي، د دې قضیې په تور دوه مشکوک کسان نیول شوي چې اوس مهال ترې پوښتنې روانې دي.


ښاغلي حقيار وويل، د کابل پولیسو تېره شپه دوه غلا شوي موټر هم نيولي چې څو ورځې مخکې د کابل له بېلابېلو سیمو غلا شوي وو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса