Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

عظیمي: نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی

0
له مخدرو موادو سره د مبارزې وزیره وایي چې نشه‎يي مواد د ناامنۍ د پراختیا ستر عامل دی او حکومت یې د جدي مبارزې هوډ لري.


سلامت عظیمي چې د سې شنبې په ورځ یې په بامیانو ولایت کې د نشه‎یي موادو وزارت د ځینو پروژو د پرانېستنې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، د کوکنارو د کښت پراختیا او د نشه‎یي موادو د تولید زیاتوالی افغان حکومت اندېښمن کړی دی او پر وړاندې یې باید هر اړخېزه مبارزه وشي.


نوموړې وايي:


"نشه‎يي مواد د افغان دولت او ملي یووالي د حکومت مشرانو ته په یوه ستره ننګونه بدله شوې. نن افغانان د کوکنارو د کښت او مخدرو موادو د تولید قرباني دي. موږ ټول باید د یوه سرلوړي افغانستان لپاره هڅه وکړو او ټول ولایتونه باید د بامیانو په څېر جدي هڅې وکړي."


د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وایي، سره له دې چې په بامیانو کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو لا هم په دې ولایت کې ۵۰ زره په نشو روږدي کسان وجود لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса