Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

مصري چارواکي: وسله والو په سينا ټاپووزمه کې يو عيسوى په ډزو وژلى

0
په مصر کې چارواکي وايي، وسله والو کسانو د سينا ټاپووزمې په ناکراره سيمه کې يو عيسوى په ډزو وژلى دى.


دغه حمله چې د درېيو مخ پټو کسانو له خوا تېره شپه ناوخته د شمالي سينا په مرکز الَعريش کې شوې، تر اوسه يې چا مسؤليت نه دى منلى.


خو د مصر امنيتي چارواکو ويلي، له نښو نښانو داسې ښکاري چې دغه حمله دې د داعش افراطي ډلو وسله والو کړې وي.


داعش ډلې وخت ناوخت د مصر پر عيسوي اقليت حملې کړي چې د ٢٠١٦ میلادي کال له ډسمبر مياشتې راهيسې يې په بمي او وسله والو حملو کې د دوى تر ١٠٠ زيات غړي وژلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса