Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د ایران قضائیه قوه: پر مظاهرو تورن ۴۰۰ کسان لا هم په توقیف کې دي

0
د ايران قضائيه قوې نن یکشنبه وويل، هغه ٤٠٠ کسان چې په حکومت ضد اعتراضونو کې د برخې اخيستنې په تور نيول شوي، لا هم په توقيف کې دي.


په ايران کې دغه مظاهرې د ډسمبر د مياشتې پر ۲۸مې پيل شوې وې.


د قضائيه قوې وياند غلام حسين محسني اژه ای وويل، له دې ډلې ٥٥ کسان په تهران کې ساتل کېدل.


نوموړي وويل، نن او پرون د ځينو توقيف شويو کسانو تر خوشې کېدو وروسته دا په توقيف کې د پاتې کسانو شمېر دى.


خو تر دې مخکې د ايران يوه اصلاح پلوه وکيل محمود صادقي ويلي وو چې د اعتراضونو پر مهال شااوخوا ٣٧٠٠ کسان نيول شوي دي.


دغه مظاهرې د بيو د لوړېدو او د اداري فساد په اعتراض پيل شوې، خو ځينو مظاهره چيانو د اعتراضونو پر مهال په ايران کې د اخوندي رژيم د نسکورېدو غوښتنه کوله.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса