Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د افغان حکومت او طالبانو استازو په ترکیه کې خبرې کړي

0
د افغان حکومت او طالبانواستازو د درېیم وار لپاره په ترکیه کې په خپلو کې خبرې کړې دي.


د دغې غونډې په اړه هغه ویډیو چې ازادي راډیو ته رارسېدلې، پکې لیدل کېږي چې د افغان حکومت په استازیتوب د ولسمشر سلاکاران بصیر عباس او همایون جریر د طالبانو له څلورو استازو سره خبرې کوي.


یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په ویډیو کې موجوده څلور کسان د طالبانو د حقاني شبکې او کوټې شورا په استازیتوب د افغان حکومت له استازو سره خبرې کوي.


دغو کسانو یوه اعلامیه هم خپره کړې چې پکې د خبرو د پرمختګ او هیله مندۍ خبره شوې ده.


تراوسه د دغې ویډیو په اړه افغان حکومت څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ په حزب اسلامي کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د دوی په منځګړيتوب په ترکیه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса