Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

مسوؤلین: غزني کې ناپېژانده وسله‌والو له ۲ ملکيانو مرۍ پرې کړي

0
غزني کې ناپېژانده وسله‌والو له ۲ ملکيانو مرۍ پرې کړې دي.


د دغه ولایت د ملکي روغتون مسؤلین وايي، نن دوشنبه سهار پولیسو ورته ۲ جسدونه راوړي چې د چړې په واسطه‌يې مرۍ پرې شوي او وژل شوي دي.


د ملکي روغتون مسؤل باز محمد نن دوشنبه ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي کسان دواړه ځوانان دي او د غزني ښار له څنډو ورته پولیسو وروړي دي.


نوموړی وايي، دغه وژل شوي کسان ملکیان دي او په کومې ډلې پورې تړاو نه‌لري.


د دغه ولایت امنیتي مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.


د یادونې وړ ده چې د دغې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‌ده اخیستې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса