Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

اکرم خپلواک: تر اوسه له طالبانو سره مستقیماً خبرې نه‌دي شوي

0
وروسته له هغې چې په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو راپورونه خپاره شول د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، تر اوسه له طالبانو سره مستقیماً خبرې نه‌دي شوي.


د دې شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خپلواک دغه څرګندونې نن په کابل کې د سولې په اړه د مدني ټولنې، ځوانانو او ښځو په یوه ملي کنفرانس کې وکړې.


د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي بیا وویل چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جاري دي او په ملي او نړیواله سطحه د سولې د تأمین لپاره شرایط برابر شوي دي.


د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو رد کړې چې ګنې په ترکیه کې دې د دوی ترمنځ خبرې شوې وي.


طالبانو نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې هغو کسانو چې د ترکیې په غونډه کې ګډون کړی، د دوی استازیتوب نه‌کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса