Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د پکتیکا د ګیانې ـ ارګون د سړک درې پروژې بشپړې شوې

0
د پکتیکا د ګیانې او ارګون ولسوالیو تر منځ دوه پلونه او دونیم کلیومتره سړک چې د ۱۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.


نن د شنبې په ورځ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې د یادو درېیو پروژو مالي لګښت د ټولګټو چارو وزارت له پرمختیايي بودجې څخه ورکړل شوی دی.


ده وویل چې جوړ شوي پلونه یو پل ۷۰ متره او دوهم۳۵ متره اوږدوالی لري.


د پکتیکا والي زیاته کړه چې د ارګون ولسوالۍ د ګل شاخېلو سړک هم په تدارکاتو کې دی او ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.


محمدالیاس وحدت وړاندې وویل، د پکتيکا ولايت له ارګون ولسوالۍ تر خوست ولايت پورې په غځېدلي سړک يې د خوست له ولايتي ادراې سره په ګډه کار پيل کړی او هڅه کوي چې هغه سړک هم له خوست ولايت سره په پاخه ډول وصل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса