Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

الکوزی: پاکستان ته تلونکې تازه مېوه له تورخمه بېرته ته راستنه شوه

0
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د پاکستاني چارواکو د بېلابېلو پلمو له امله د افغانستان ۸۰ کانټینره تازه مېوه له تورخمه بېرته جلال اباد ته راستنه شوه.


د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په تورخم کې د تازه مېوو کانټینرونه بند وو او پاکستان د تلو اجازه نه ورکول کېده.


ښاغلی الکوزی وایي، اوس مهال پاکستان هغه هېواد ته د تازه او وچې مېوې د صادراتو په برخه کې یو پېچلی سیسټم جوړ کړی چې له مخې یې باید د مېوو د تېرو ۵ کلونو د تولید کیفیت او د روغتیايي خوندیتوب په اړه پوره معلومات موجود وي.


الکوزی زیاتوي چې له دې امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي او په کار ده چې افغان حکومت دغه ستونزه ژر تر ژر هواره او یا هم له هغه هېواد سره ورته چلند وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса