Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

کشمیر کې ۴ ملکيان او يو سرتېرى ګډې پولې ته څېرمه وژل شوي

0
د پاکستان او هندوستان چارواکي وايي، لږ تر لږه څلور ملکيان او يو سرتېرى د کشمير په لانجمنه سيمه کې ګډې پولې ته څېرمه وژل شوي دي.


د هند د پوځ يوه وياند وويل، پرون په پونچ سيمه کې د دواړو لوريو ترمنځ د خونړي تاوتريخوالي په څلورمه ورځ يو هندى عسکر وژل شوى دى.


د هند پوليس بيا وايي، د هند په لوري کې دوه ملکيان هم وژل شوي چې يوه يې ښځه او بل يې ١٥ کلن هلک دي.


د پوليسو په خبره د هند په خوا کې ٣ ملکيان او يو هندى سرحدي ساتونکى ټپيان شوي هم دي.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل چې په تاوتريخوالي کې يو ٦٠ کلن ملکي کس وژل شوى او دوه نجونې ټپيانې شوي دي.


په اټمي وسلو د سمبالو دوو هېوادونو پاکستان او هند ترمنځ له درېيو جګړو دوې د کشمير پر لانجمنه سيمه شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса