Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

چارواکي: د هرات په ګلران کې د ماين چاودنې ٨ ملکيان وژلي

0
د هرات ولايت چارواکي وايي، په ګلران ولسوالۍ کې نن د ماين په چاودنه کې ٨ ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي دى.


د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان په يوه سراچه ډول موټر کې له ګلران ولسوالۍ څخه د هرات پر لوري روان وو چې موټر يې پر ماين وربرابر شو.


دی وايي:


"له بده مرغه د دغه ماين په چاودنه کې زموږ ٨ هېوادوال وژل شوي، يو تن سخت ټپي شوى دى. وژل شوي او ټپي کس ملکيان دي."


د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.


چا د دې حملې مسؤليت نه دى منلى.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса