Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د بلخ په شولګرې کې ۱۷ پاڅونوال او یو محلي پولیس وژل شوي

0
د بلخ ولايت چارواکي وايي، په شولګرې ولسوالۍ کې١٧ ولسي پاڅونوال او يو محلي پوليس وژل شوي دي.


په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون وياند سيد سرور حسيني ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان تېره شپه په يوه کور کې راغونډ شوي وو چې اول مسموم شوي وو.


نوموړي زیاته کړه:


"دغه کور ته وسله وال طالبان ورغلي، دغه ١٨ کسان يې شهيدان کړي، د دوى وسلې يې هم له ځانونو سره وړي دي، په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي."


پوليس وايي، په وژل شويو کې د شولګرې ولسوالۍ قومي مخور حاجي حميد الله او د ولسي پاڅونوالو ځايي مشر هم شامل دي.


د پېښې مسؤليت چا نه دى منلى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса