Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

مایک پنس: د بیت‌المقدس ښار ته سفر راته یو ویاړ دی

0
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس نن اسرائیلو ته د سفر پر مهال د دې هېواد له صدراعظم بینیامین نتانیاهو سره وکتل.


مایک پنس د اسرائیلو صدراعظم ته د لیدنې پر مهال وویل چې د بیت‌المقدس ښار ته سفر ورته یو ویاړ دی.


راپورونه وايي چې په دې لیدنه کې د اسرائیلو صدراعظم د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس د په رسیمت پېژندلو مننه وکړه او د امریکا او اسرائیلو اړیکې یې تر بل هر وخت ټینګې وبللې.


نوموړي وویل:


"ښاغلی مرستیال ولسمشر، زه له کلونو راهيسې دا ویاړ لرم چې د نړۍ سلګونه مشرانو ته د بیت‌المقدس په ښار کې چې د اسرائیلو پایتخت دی، هرکلی ووایم، خو دا لومړی ځل دی چې یو مېلمه مشر راسره دا درې کلمې تکراروي چې بیت‌المقدس د اسرائیلو پایتخت."


ټاکل شوې چې د امریکا مرستیال ولسمشر به نن دوشنبه ناوخته د اسرائیلو په پارلمان کې وینا وکړي.


تمه نه‌کېږي چې مایک پنس دې له فلسطیني مشرانو سره وګوري، خو د امریکا مرستیال ولسمشر به له اسرائیلو وروسته مصر او اردن ته سفر وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса