Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو ۱۴۹ شبکې جوړوي

0
د کرنې او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۷ لمریز مالي کال کې د افغانستان په کچه د اوبو لګولو ۱۴۹ شبکې جوړوي.


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژې د راتلونکي مالي کال تر پایه د څه باندې یو میلیارد او ۶۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي چې لګښت‌یې د کرنې او مالدارۍ وزارت له‎خوا ورکول کېږي.


ښاغلی رستمي وايي، د دغو شبکو په جوړېدو سره له ۲۵ سلنې نه تر ۳۰ سلنې پورې کرنیز محصولات زیاتېږي او هم به د اوبو له ضایعاتو ۲۵ سلنه مخنیوی وشي.


دی دغه‌شان وايي، د اوبو لګولو د شبکو په جوړېدو سره بزګران کافي او پر وخت اوبو ته لاسرسی پیدا کوي چې دا د دوی د محصولاتو د کیفیت له ښه کېدو او اقتصاد سره مرسته کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса