Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

غفوري: په جوزجان کې ۶ داعش او ۳ طالبان وژل شوي

0
د جوزجان چارواکي د دې ولایت په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله‌والو ترمنځ په نویو نښتو کې دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.


د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د درزاب په شاه‌توت کلي کې د طالبانو په یوه کمین کې د داعش درې غړي او د قوش‌تپې په شوربولاق کلي کې په یوې لنډې نښته کې درې وسله‌وال طالبان او درې د داعش وسله‌وال ووژل شول.


د هغه په وینا په دواړو ولسوالیو کې دواړه ډلې یو بل ته لاس په ماشه دي.


د جوزجان د والي د ویاند دغه ادعا په خپلواکه توګه نه‌ده تائید شوې او د دولت دواړه وسله‌والې مخالفې ډلې معمولاً د دا ډول نښتو په اړه څرګندونې نه‌کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса