Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

چارواکي: فراه کې د وسله‌والو پر ضد روان عملیات ښه پر مخ ځي

0
افغان امنیتي چارواکي وایي، په فراه کې د دولت د وسله‌والو مخالفينو پر ضد پیل شوي پراخ عملیات ښه مخ ته ځي.


له فراه د ازادي راډیو خبریال وایي چې د دغو عملیاتو چې د فراه ښار ته نږدې سیمو او یو شمېر ناامنو ولسوالیو کې له پرون راهیسې پیل شوي، د څارنې لپاره د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي دې ولایت ته ورغلي دي.


د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد او د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي له نورو سیمه‌ییزو قوماندانانو سره دغه عملیات له نږدې څاري.


د راپورونو له مخې، د فراه پر بالابلوک، خاک سفید او پشت کوه ولسوالیو سربېره چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه په‌کې زیات دي، په دې وروستیو کې د جګړو لمن د فراه ښار څو کېلو مترۍ ته نږدې شوې ده.


افغان امنیتي چارواکي وایي، د پیل شويو پراخو عملیاتو هدف دا دی چې سیمې له وسله‌والو مخالفینو پاکې او د دولت واکمني په‌کې ټینګه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса