Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

قزاقستان: یوې هالنډۍ محکمې د قزاقستان د شتمنۍ کنګل لېرې کړ

0
د قزاقستان حکومت وایي، یوې هالنډۍ محکمې د قزاقستان د ۲۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د شتمنۍ کنګل لېرې کړ.


د قزاقستان د عدلیې وزارت ویلي چې دغه هېواد هڅه کوي چې د بلجیم یوه محکمه هم خپل هغه حکم لغوه کړي چې د قزاقستان د شتمنۍ د کنګل په اړه یې کړی دی.


دغه شتمنۍ د تېرکال په اکتوبر کې د اناتولي ستاتي په نوم یوه مولداوي سوداګر تر قضایې دعوې وروسته کنګل شوې.


نوموړي د ۵۰۰ میليونه ډالرو د ملکیت په تړاو د قزاقستان د حکومت پر ضد دعوه کړې وه.


ښاغلی ستاتي او زوی یې ګابرییل له دوو نورو شرکتونو سره چې د دوی د کورنۍ له خوا اداره کېږي، له کلونو راهیسې د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربایف له حکومت سره قضایي دعوې لري.


ښاغلي ستاتي چې د قزاقستان د نفتو او ګازو په برخه کې پانګونه کړې، ادعا کوي چې د دغه هېواد د حکومت له خوا سخت ځورول کېږي او دې ته مجبور کړای شوی چې خپلې پانګونې په ډېره ارزانه بیه وپلوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса