Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

"سېف د چلډرن" د جلال‌اباد د برید په غبرګون کې خپل فعالیتونه وځنډول

0
په ننګرهار کې د ماشومانو د ملاتړ یا "سېف د چلډرن" پر مؤسسې د برید په غبرګون کې دغې مؤسسې ویلي چې په مؤقتي ډول‌یې په ټول افغانستان کې خپل پروګرامونه ځنډولي او دفترونه‌یې تړلې دي.


د "سېف د چلډرن" ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی، په یوې اعلامیه کې دا خبره کړې ده.


دغه برید نن سهار شااوخوا نهه بجې په ننګرهار کې د دغې ادارې د ساحوي دفتر مخته وشو او وروسته وسله‌وال کسان ودانۍ ته ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره‌یې مقابله پیل کړه.


د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید څه کم شپږ بجې د څلورو برید کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.


نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.


داعش وسله‌والو د دې برید مسؤلیت منلی دی.


په کابل کې د بریتانیا سفیر دغه برید غندلی دی او هغه‌یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.


بل‌خوا د بخښنې نړیوال سازمان هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا حمله په کلکه غندلې ده.


"سېف د چلډرن" یا د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسه یوه لویه خیریه مؤسسه ده چې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د زده‌کړې، روغتیا او خوندیتوب په برخه کې کار کوي.


تر دې وړاندې هم په افغانستان کې بهرنۍ خیریه ډلې په نښه شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса