Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

امریکا ۶ تنه لوړپوړي طالبان په تور لیست کې شامل کړي

0
د امریکا متحدو ایالتونو شپږ تنه د طالبانو او حقانې د شبکې سره د ملاتړ په تور د ترهګرو په لیست کې شامل کړي او له پاکستان سره یې د دوی په ارتباط ټینکار کړی دی.


په دې شپږ کسانو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوړپوړي چارواکي شامل دي.


له دې ډلې یو هم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مرکزي بانک مشر عبدالصمد ثاني دی چې دده او نورو په اړه ویل شوي چې هغو وسله والو ته مالي مرستې او وسلې چمتو کوي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پر ائتلافي ځواکونو بریدونو کې ښکېل دي.


د امریکا د خزانې وزارت یو لوړپوړي چارواکي سیګال منډیلکر ویلي، پر دې کسانو د جنوبې اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د پالېسۍ په بنسټ بندیزونه لګېدلي دي.


د ولسمشر ټرمپ ددې پالېسۍ هدف په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې پای ته رسول دي.


سیګال منډیلکر وايي، پاکستان باید وسله والو ته د پناه ځایونو په نه ورکولو له واشنګټن سره همکاري وکړې او د دوی د مالي تمویل لارې چارې دې په شدیده توګه بندې کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса