Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د سوداګرۍ خونه د وروستیو نا امنیو او چاودنو په اړه اندېښنه لري

0
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د وروستیو نا امنیو او پرله پسې چاودنو په اړه اندېښنه لري.


د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه وضعیت په مستقیم او غیر مستقیم ډول خصوصي سکټور ته زیان رسولی دی.


ښاغلی پسرلی وايي، که چېرې وضعیت دغه شان دوام وکړي، زیات شمېر پانګوال به له افغانستانه خپلې پانګې اوباسي.


د سوداګرۍ او صنایعو خونه له افغان حکومته غواړي چې د خصوصي سکټور د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات وکړي.


د تېرې اوونۍ د یکشنبې په شپه پر انټرکانټیننټال هوټل په برید کې یو شمېر پانګوال او د کام ایر هوايي شرکت یو شمېر پیلوټان ووژل شول او دغه هوټل ته هم میلیونونه افغانۍ زیان ور ورسېد.


نوموړی وایي، د کابل صدرات څلور لاري ته څېرمه په موټر بم چاودنه کې خصوصي سکټور ته په پراخه کچه د اوښتو زیانونو خبره کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса