Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د ایران د سپاه پاسداران ځواک وايي د داعش ۱۶ غړي یې نیولي

0
د ایران د سپاه پاسداران ځواک وايي چې د دې هېواد په جنوبي ولایت فارس کې په یوه نښته کې د دوی درې سرتېري له داعش ډلې سره په جګړه کې وژل شوي خو وايي چې دې ځواک د داعش ۱۶ غړي نیولي دي.


پاسداران پرون پر خپله ویب‎پاڼه سپاه نیوز د دې ځواک د ځمکنیو قواوو د قوماندان جنرال محمد پاکپور له قول ویلي چې په دې جګړه کې د داعش یو شمېر غړي هم وژل شوي دي.


ده همدا راز ویلي چې لږ تر لږه دوه تنه سخت‎دریځي تښتېدلي وو، خو وروسته ونیول شول.


سپاه نیوز همدا راز د جنرال پاکپور له قوله زیاتوي چې ترورېستانو غوښتل د ایران پر سرحدي ښارونو او پلازمېنه حملې وکړي.


په ویب‎پاڼه کې ویل شوي چې د داعش غړي د ایران په لوېدیځ کې د عراق له خاورې ایران ته ننوتي وو.


د ایران پر پارلمان او د ایت‎الله خمیني پر قبر د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون د ۷ مې نېټې د غبرګو حملو مسؤلیت داعش ډلې ومانه. په دې حمله کې ۱۷ کسان ووژل شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса