Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

روسيه کې د ناوالني په پلوي فعالانو د پوتین پر ضد غونډې وکړې

0
په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني پلوي فعالانو نن په نووسیبیرسک، ایرکوڅک، ولادي واستوک، تومسک او د سایبریا په ځینو نورو ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد اعتراضیه غونډې وکړې.


روسي فعالانو د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولادیمیر پوتین د احتمالي واکمنۍ پر ضد د ټول هېواد په کچه د ناوالني په پلوي اعتراضونه پیل کړي او د انتخاباتو د تحریم غوښتنه یې کړې.


دا په داسې حال کې ده چې چارواکو د هغو اعتراضونو په وړاندې چې قوانین مات کړي، د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی.


پولیسو نن په مسکو کې د هغه ټلوېزېوني چینل سټوډیو بنده کړه چې د دې اعتراضونو په اړه راپورونه یې خپرول، خو د ناوالني پر یوټیوب چینل د هغو ژوندی جریان خپور شو.


پوتین له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې یا د ولسمشر او یا صدراعظم په توګه په روسیه کې واکمن دی او اوس هم دا خبره تقریباً یقیني ده چې د دې انتخاباتو ګټوونکی به هم دی وي.


ناوالني چې د فساد پر ضد یې مبارزه پیل کړې او چارواکو د مالي تورونو په خاطر د مارچ د ۱۸مې په انتخاباتو کې له ګډونه ممنوع اعلان کړی پر خلکو غږ کړی چې انتخابات تحریم کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса