Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

د ملګرو ملتونو منځګړی نن دوشنبه یونان ته ځي

0
د ملګرو ملتونو منځګړی نن یونان ته ځي او دغلته په هغو دوه ورځنیو خبرو کې برخه اخلي چې هدف‌یې د پخوانۍ یوګوسلاویا د مقدونیا له جمهوریت سره د دې هېواد د نوم پر سر د یونان د ۲۷ کلن کړکېچ هواری دی.


د ملګرو ملتونو ځانګړی دغه استازی به وروسته دوه ورځې په مقدونیا کې تېرې کړي.


یونان په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د مقدونیا د خپلواکۍ راهیسې له دې هېواد سره د مقدونیا د نوم پر کارولو شخړه لري او دې لانجې په اروپايي ټولنه او ناټو کې د مقدونیا د شمولیت هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.


اتن وايي، د سکوپی له‌خوا د مقدونیا نوم کارول د یونان د شمالي سیمې مقدونیا سره یو ډول د ځمکې پر سر ادعا څرګندوي.


یونان او مقدونیا دواړو ویلي چې غواړي په دې کال کې دا شخړه هواره کړي او به دې اړه‌یې د خبرو اترو په تشدید موافقه کړې ده.


د یونان صدراعظم الکسي څیپراس د شنبې په ورځ وویل، نوموړی چمتو دی چې د مقدونیا هېواد لپاره یو داسې ترکیبي نوم ومني چې په‌کې د مقدونیا یادونه هم شوې وي لکه "بره مقدونیا" یا هم "کوزه مقدونیا".


نوموړي دا څرګندونې د اپوزېسيون له یو شمېر مشرانو سره تر خبرو وروسته کړې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса