Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

ولادیمیر پوتین په مسکو کې له بنیامین نتانیاهو سره ګوري

0
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن دوشنبه په مسکو کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره وګوري.


د سوریې کړکېچ او په دې هېواد کې د ایران حضور به د دواړو مشرانو په خبرو کې له شاملو موضوعاتو څخه وي.


پر دې سربېره تمه کېږي چې پوتین او نتانیاهو به د روسیې او اسرائیلو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشري چارو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي. 


کرملېن وايي، دواړه لوري به د فلسطینیانو او اسرائیلو د سولې په بهیر او په سوریه کې د وضعيت په شمول پر سیمه‌ییزو او نړیوالو تودو مسئلو هم وغږېږي.


د اسرائیلو صدراعظم د یکشنبې په ورځ وویل، پلان لري چې په بېلابېلو سیمه‌ییزو پرمختګونو او د اسرائیلو او روسیې د پوځي ځواکونو ترمنځ په امنیتي همکارۍ او یو لړ نورو مسئلو به چې د نتانیاهو په وینا، د اسرائیلو د امنیت لپاره ډېرې مهمې دي، له روسي مشرتابه سره خبرې وکړي.


مسکو له دواړو، اسرائیلو او د اسرئیلو له سیمه‌ییزو رقیبانو سوریې او ایران سره ښې اړیکې ساتلې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса