Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

سټولټنبرګ: ناټو په کلکه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده

0
د ناټو سرمنشي وایي، ناټو په کلکه د افغان ځواکونو چې ورځ تر بلې خپلې وړتیاوې زیاتوي، ملاتړ ته ژمنه ده او په دې هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې به د دغو ځواکونو د روزنې پروګرام پراخ کړي.


ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو په اړه په یوه خپاره کړي بیان کې کړي.


سټولټنبرګ د دغو مرګونو حملو امله له افغانستان او د دغو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي او یووالي څرګندولو ترڅنګ ويلي چې ناټو به د ترورېزم په وړاندې جګړه کې د افغانانو ملاتړ او سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.


د ناټو سرمنشي د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې د افغان ځواکونو هڅې او مېړانې ستایلي، خو په دې یې هم ټینګار کړی چې دا مهمه ده چې د پوځي هڅو د زیاتوالي ترڅنګ سولې او روغې جوړې ته د رسېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ هڅې دوه چنده شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса