Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

ارګ: وسله‌والو طالبانو د سولې د خبرو فرصت له لاسه ورکړ

0
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر تېره ورځ وویل چې په افغانستان کې وروستیو خونړيو بریدونو ته په پام سره متحده ایالات نه‌غواړي له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرې وکړي، د افغانستان جمهوري ریاست نن ورته خبره وکړه او ویې‌ویل، طالبانو ته د سولې د خبرو فرصت ورکړل شوی چې هغه‌یې له لاسه ورکړ.


د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي نن ازادي راډیو ته وویل، افغان ولسمشر ډېر ځلې هڅه وکړه چې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو ته زمینې برابرې شي، خو هغوی په وروستیو مرګونو بریدونو سره له سرې کرښې تېر شول او له دې وروسته به یوازې له پوځي لارې ورسره چلند کېږي.


د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو څو مرګونو حملو چې شااوخوا ۱۳۰ تنه په‎کې وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي، مسؤلیت وسله‎والو طالبانو او داعش په غاړه اخیستی.


د دغو پېښو اکثره قربانیان ملکي افغانان دي.


ولسمشر ټرمپ په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له استازو سره د تېرې ورځې په غونډه کې وویل، له طالبانو سره په نږدې راتلونکي کې خبرې ځکه ممکنې نه‎دي چې هغوی په ډېره بې‌رحمۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون بې‌ګناه خلک وژني.


خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست ښاغلي مرتضوي دا هم وویل چې د دولت د سولې ور به یوازې د هغو وسله‎والو پر مخ پرانیستی وي چې وسله پر ځمکه ږدي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса