Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

روحاني: د مذهبي مشرتابه ملاتړ ته به دوام ورکړو

0
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران خلک به له بهرنیو فشارونو سره سره د مذهبي مشرتابه ملاتړ ته دوام ورکړي، خو هغه ټینګار وکړ چې د دې هېواد مشرتابه هم باید په ایران کې د اعتراضونو د وروستۍ څپې ته هم غوږ ونیسي.


روحاني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې شپې له وینا څو ساعته وروسته دا څرګندونې وکړې.


ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې امریکا د ایران د فاسدو دکتاتورانو په وړاندې د دې هېواد له خلکو سره ولاړه ده.


ټرمپ زیاته کړه:


"کله چې د ایران خلکو د فاسدو دکتاتورانو د جنایتونو پر ضد پاڅون وکړ، زه غلی پاتې نه‌شوم، امریکا د ایران له خلکو سره د ازادۍ لپاره په زړوره مبارزه کې د هغو ترڅنګ ولاړه ده."


خو روحاني چې تهران ته نږدې د اسلامي جمهوريت د مؤسس آیت‌الله خمیني مقبرې ته تللی و، په خپله وینا کې وویل، تر هغه وخته چې د ایران خلک د اسلامي کلچر او د هېواد د یووالي پالنه کوي هېڅ زبرځواک د دوی تګلاره نه‌شي بدلولای.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса