Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2018

بیدار: نننۍ زلزلې په بدخشان کې درې تنه ټپیان کړي

0
په افغانستان کې نن یوه زلزله وشوه چې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ اټکل شوې.


د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې و او ټکانونه‌یې په کابل او د پاکستان، هند او تاجکستان په پلازمېنو اسلام‌آباد، دوشنبې او نوې ډېلي کې احساس شوي دي.


د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د جرم ولسوالۍ په ۳۵ کېلو مترۍ واټن کې او د ځمکې په ۱۹۱ کېلو متره ژور تل کې و.


د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، په زلزله کې درې کسان ټپیان شوي، خو ښاغلي بیدار زیاته کړه چې ښايي د ټپيانو شمېر تر دې زیات وي ځکه دا سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د زلزلې له کبله په دې هېواد کې یوه ماشومه نجلې مړه شوې او ۱۵ نور ټپیان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса