Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

غزني چارواکي: د ماین چاودنې دوه مېرمنې وژلي

0
د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکې وايي، د دغه ولایت ګیلان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ښځې وژلي او د ماشومانو په ګډون ۵ ښځې او نارینه یې ټپیان کړي دي.


د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین نن سهار شاوخوا ۹بجې د ګیلان ولسوالۍ اړوند د چرلي په سیمه د ملکيانو پرسراچه موټر چاودنه کړې.


نوموړی وايي، وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي وو.


ښاغلي نوري دغه راز ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار شاوخوا ۵ بجې افغان

کومانډو ځواکونو د دغه ولایت د «ده یک ولسوالۍ» اړوند میټرو سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې درې وسله‎والو طالبان له خپلو وسلو سره یوځای ژوندي نیولي او مرکز کابل ته یې انتقال کړي دي.


نوموړي د یادو عملیاتو په اړه نور جزئیات ورنه‎کړل.


وسله‎والو طالبانو تراوسه د افغان چارواکو د دغه ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.


دا په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې له تېرو څه کم شاوخوا دوو اوونیو راهیسې افغان پوځيانو د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په موخه پوځي عملیات پیل کړي چې د مسؤلینو په خبره لا هم د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې روان دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса