Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 05.02.2018

پښتانه سياستوال د اسلام اباد مظاهره چېانو ملاتړ ته ورغلل

Mashaalradio.com 

د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه اسلام اباد ته ورغلو پښتنو ته د فرورۍ په پنځمه د عوامي نېشنل ګوند، جماعت علمای اسلام او قومي وطن پارټۍ مشرانو خبرې وکړي. دوی څرګنده کړه چې دهرنه کوونکو سره په دې احتجاج کې شريک دي.

کراچۍ کې يو چينايي وژل شوی، بل زخمی دی

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې ناڅرګنده وسله والو پر دوو چينايي وګړو هغه وخت ډزې وکړي چې دغه بهرنيان په يو موټر کې يو مارکيټ ته روان وو. د پوليسو په خبره په دې پېښه کې د چين ژو په نامه يو شپږ څلويښت کلن چينايي ووژل شو او بل زخمي دی. نوموړی نهه ډزه ويشتل شوی.

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني او هندي سرتيرو تر منځ په نښتو کې څلور هندي سرتيري وژل شوي دي. د پاريس حملو تورن صلاح عبدالسلام محکمې ته له ځواب ويلو ډډه وکړه. په مسکو کې د بې ساري واورې په نتيجه کې یو کس وژل شوی. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي

د وژل شوو پاکستاني پوځيانو جنازه

Mashaalradio.com 

د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاوېد باجوه د اتوار په ورځ د هغو يوولسو پوځيانو په جنازه کې برخه واخيسته چې د فرورۍ په درېيمه په سوات کې يو پوځي مرکز کې وژل شوي ول. د دې ځانمرګي بريد زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې پر افغان خاوره راکټي بریدونه بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه پر سرحدي سیمو د پاکستان له لوري راکټي حملې وغندلې او د نړیوالو اړیکو د اصولو خلاف‌یې وبللې. د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان باید د افغانستان اساسي غوښتنو ته پام وکړي او پوځیان‌یې باید د افغانستان پر خاوره راکټي حملې بندې کړي. د افغانستان د حکومت اجرائیه ریاست وايي، پر کونړ د پاکستان له لوري وروستۍ راکټي حملې څرګندوي چې پاکستان له افغانستان سره د همکارۍ پر تعهد صادقانه عمل نه‌کوي. راپورونه وايي، په وروستیو دوو ورځو کې... Читать дальше...

د ایران د ولسمشر دفتر ته یو ننوتونکی سړی له چړې سره ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د جمهوري ریاست د دفتر ساتونکو نن دوشنبه پر یوه سړي چې لویه چاړه ورسره وه او هڅه‌یې کوله چې د ولسمشر دفتر ته ننوځي، ډزې وکړې. امنیتي ځواکونو هغه په پښه ویشتی دی. د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د جمهوري ریاست د امنیت د مرستیال په حواله ویلي چې ویشتل شوی سړی ۳۵ کلن دی او روغتون ته لېږدول شوی دی. د هغه هدف لا نه‌دی څرګند او د روغتیايي وضعیت په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي. دا هم نه‌ده معلومه چې د پېښې پر وخت د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل کار په دفتر کې و که نه. د یو شمېر ایراني... Читать дальше...



د امریکا یو لوړ رتبه چارواکی قرغزستان ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هنري اینشر نن دوشنبه قرغزستان ته ولاړ. په بشکېک کې د امریکا سفارت ویلي، نوموړی پرون او وړمه ورځ په تاجکستان کې و. د قرغزستان چارواکي وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال به نن د قرغزستان د پارلمان له غړو او لوړ رتبه چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو پر نوې موافقه خبرې وکړي. قرغزستان درې کاله مخکې له واشنګټن سره د همکارۍ هغه تړون چې په ۱۹۹۳ میلادي کال کې لاسلیک شوی و، لغوه کړ.

په پېښور کې د آسګاډو د ځغل مېله

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د ژمي په موسم کې د هر اتوار پر ورځ د آسګاډو د ځغل مېله کېږي. د مېلې ګډونوال رېنګ روډ ته ورووځي او خپل آسونه ځغلوي. دوی وايي، په خپلو آسونو هېڅ کار نه کوي او ښه ساتي. همدا لامل دی چې د آسونو بیې لوړې دي. ویډیو وګورئ.

ننګرهار: د مېوې او سبزې نوې منډۍ پرانستل شوه

Mashaalradio.com 

په جلال اباد ښار کې په شخصي پانګونه د میوې او سبزي منډۍ ګټې اخېستنې ته پرانستل شوه. دغه منډۍ په شل جریبه ځمکه جوړه ده، درېنيم سوه دوکانونه لري او درې ملیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.

'د سنبل په مرګ مو ټول کور وران شو'

Mashaalradio.com 

د سندرغاړې سمبل انا وايي، د کورنۍ ټول ژوند یې د لمسۍ په ګټه وټه ولاړ وو. هغې په ویر کې په سوتو سوتو ویل، چې هغه مې زوی هم وو او لور هم وه. ۲۳ کلنه سنبل د شنبې په ورځ ووژل شول. د ډيوې راډيو ویډيو

د اذربایجان ولسمشر د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه رامخکې کړه

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه نن دوشنبه له اکټوبره د اپرېل میاشتې ۱۱مې ته را مخکې کړه. د اذربایجان د ولسمشر دفتر نن په دې اړه د الهام علي‌اف فرمان خپور کړ. په فرمان کې ویل شوي چې پرېکړه د اذربایجان د اساسي قانون او د انتخاباتو د اصول‌نامې په مطابقت کې شوې ده. د اذربایجان اساسي قانون دوه کاله مخکې د ټولپوښتنې پر اساس چې ډېره بحث پارونکې وه، تدوین شو او ولسمشر الهام علي‌اف ته یې اجازه ورکړه چې وختي انتخابات را وبولي.

د پاریس د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی مشکوک محکمې ته هېڅ نه‌وایي

Pa.azadiradio.com 

د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو محاکمې ته حاضر شو، د محکمې په خونه کې پټه خوله پاتې شوی دی. صلاح نن په بلجیم کې محاکمه کېږي. هغه د څارنوالانو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه. صلاح د محکمې قاضي ته وویل چې د هېڅ پوښتنې ځواب نه‌ورکوي او زیاته‌یې کړه چې "خاموشي ما مجرم یا جنایت کار" نه‌شي ثابتولائ.    پخواني معلومات د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي. Читать дальше...

د پاریس د خونړیو حملو په تړاو مشکو نیول شوی کس محکمې ته حاضرېږي

Pa.azadiradio.com 

د صلاح عبدالسلام په نوم مشکوک سړی چې په پاریس کې د خونړیو حملو په تړاو نیول شوی، نن دوشنبه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې محکمې ته حاضرېږي. په پاریس کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د نومبر په۱۳مه د کنسرټونو پر یوه لوی صالون، د فرانسې پر ملي لوبغالي، رسټورانټونو اوکلبونو وسله والو حملو ۱۳۰ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړل. د حملو مسؤلیت داعش اخیستی و. دا اول وار دی چې په پاریس کې د حملو په تړاو د مشکوکو کسانو علني محاکمه پېلېږي. صلاح عبدالسلام ۲۸ کلن، په اصل کېد مراکش او د بلجیم په غریب مېشته سیمه مولمبیک کې سترشوی دی. Читать дальше...

فیصل: د کابل د وروستیو خونړیو حملو په تړاو ۶ مشکوک کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د حکومت اجرائيه ریاست وايي، په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو لږترلږه ۶ مشکوک کسان نیول شوي دي. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن دوشنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له نیول شویو کسانو تحقیق روان دی. د جاوېد فیصل په وینا، په ابتدايي څېړنو کې معلومه شوې چې نیول شوي مشکوک کسان د پاکستان استخباراتو روزلي وو او په کابل کې يې د وروستیو حملو پلان جوړ کړی و. په کابل کې سلګونه کسان په وروستیو انتحاري او بمي حملو کې وژل شوي او ټپیان شوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد او د کاتولیکو مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري. د ایټالیا په پلازمېنه روم کې نن سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، زرګونه اضافي عسکر د امنیت ټینګولو لپاره ګمارل شوي او د ښار په زیاتو برخو کې پر مظاهرو بندیز لګېدلی دی. دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي. پاپ او اردوغان به همداراز د بیت‌المقدس پر موقف او د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د پرېکړې د عملي کېدو په اړه چې بیت‌المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی، وغږېږي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса