Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 03.02.2018

سوات: ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ د شنبې په ماښام تایید کړه چې د سوات په کبل سیمه کې د پوځ کیمپ ته نږدې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره (ISPR) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پوځ ۱۳ نور سرتیري د پوځ په سپورتي میدان کې د ترسره شوي بمي برید په ترڅ کې ژوبل شو

ځایي چارواکي: په ايټالیا کې ۴ بهرني اتباع په ډزو ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا د ماسیراتا ښار چارواکي وایي، دغلته څلور بهرني اتباع په ډزو ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، یو مشکوک کس په دې تړاو نیول شوی دی. د ایټالیا دولتي ټلویزیون ویلي چې مشکوک یو سپین پوستی ایټالیایي وګړی دی چې د راپورونو له مخې، د نیول کېدو پر مهال یې د ایټالیا بیرغ پر غاړه تاو کړی و.  پولیس وایي چې په نښه شوي کسان ټول بهرني دي چې سیمه ییزې رسنۍ یې افریقایي کډوال بولي.  راپورونه وایي، دا ډزې د ښار په څو برخو کې شوي دي.  ددغه ښار ښاروال د ټوېټر له لارې له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې و اوسېږي.

ملګري ملتونه: شمالي کوریا ځیني ممنوعه توکي څو هېوادونو ته استولي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو یو راپور ادعا کوي چې شمالي کوریا په ۲۰۱۷ کال کې ځیني ممنوعه توکي له نړیوالو بندیزونو سره سره د روسیې او چین په ګډون څو هېوادونو ته استولي او له دې درکه یې دوه سوه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي. د ملګرو ملتونو د متخصصینو د یوه پلاوي په راپور کې چې پرون جمعه د امریکایي رسنیو لاسته ورغلی، ویل شوي چې پیونګیانګ د ډبرو سکاره، وسپنه، فولاد او نور داسې توکي چې ملګروملتونو یې د دغه هېواد له خوا پر صادراتو بندیز لګولی، لېږلي او د ملګرو ملتونو بندیزونه یې نقض کړي دي. دغه پلاوی وایي چې د ډبرو... Читать дальше...



عادل ظهور: د وزیرستانیو کډوالو ستنېده به له ۶مې فرورۍ پیل شي

Mashaalradio.com 

د قبایلي سیمو د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېف ډي اېم اې ) مرستیال مشر عادل ظهور وايي د افغانستان له خوست او پکتیکا څخه د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو د راتګ په دویم پړاو کې به له دوو تر درو کورنۍ بکاخېل کېمپ ته ستنې شي.

کابل کې د داعش پټنځای موندل شوی

Mashaalradio.com 

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې امنيتي ځواکونو د اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش يو پټنځای موندلی دی. چارواکي وايي، له دې ځايه دغې وسله والې ډلې بريدونه پلانول.

ولسمشر غني: د سولي د خبرو د څرنګوالي په اړه باید بحث وشي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر وایي، د سولي د خبرو د څرنګوالي په اړه باید بحث وشي. دا خبره ولسمشر اشرف غني نن شنبه د افغانستان د سولي د عالي شورا په عمومي غونډه کې د ګډون پر مهال وکړه. نوموړی وایي، د هغو کسانو پر وړاندې چې افغانان وژني، د سولي دروازه تړلې او غچ ورڅخه اخيستل کېږي. ښاغلي غني وویل: "دې کې دې شک نه وي چې موږ د انتخاب دوه لاري ته رسېدلي یوو، د شهیدې ملالۍ پر سړک حمله پر څو تنو حمله نه، بلکې پر ټول افغان ولس حمله وه او په دې سره دوی د هراړخیزې جګړې او د افغان ولس پر وړاندې د جنګ اعلان و، دوی نور ددې... Читать дальше...

د کندهار په سپین‎بولدک کې ۳۵۶ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت د معتادینو روغتون ته نېږدې ۳۵۶ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول. د کندهار د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي ځواکونو د کندهار په سپین‎بولدک کې د معتادینو روغتون ته نېږدې ۳۵۶ کیلو ګرامه تاریاک ونیول. دی وايي: "۳۵۶ کیلو ګرامه تاریاک چې د مېوې په کرېټونو او د کشمشو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو او پاکستان ته قاچاق کېدل، د شپې د ګزمې پر مهال د سرحدي پولیسو د کمي‌سارۍ له‎خوا نیول شوي دي." د یادونې وړ ده... Читать дальше...

د کندهار په سپین‎بولدک کې ۳۵۶ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت د معتادینو روغتون ته نږدې ۳۵۶ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول شول. د کندهار د امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي ځواکونو د کندهار په سپین‎بولدک کې د معتادینو روغتون ته نږدې ۳۵۶ کېلو ګرامه تاریاک ونیول. دی وايي: "۳۵۶ کېلو ګرامه تاریاک چې د مېوې په کرېټونو او د کشمشو په بوجیو کې ځای پر ځای شوي وو او پاکستان ته قاچاق کېدل، د شپې د ګزمې پر مهال د سرحدي پولیسو د کمي‌سارۍ له‎خوا نیول شوي دي." د یادونې وړ ده... Читать дальше...

مؤحد: ۷ ورځو کې د نشه‎يي موادو ۱۸ قاچاقچیان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ولایت د هوايي ډګر د کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۷ ورځو کې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې يې ۱۶ کسان له ۱۳۱ کیلو ګرامه هیروئينو، ۸۲۳ کیلو ګرامه تاریاکو، ۳۶۹ کیلو ګرامه چرسو او ۱۲۲ لېټره کېمیاوي موادو سره نیولي دي. ښاغلي مؤحد زیاته کړه، د دې ۱۸ کسانو څخه یې دوه تنه د حامد کرزي د هوايي ډګر کار کوونکي وو چې غوښتل یې هند ته هیروئين قاچاق کړي.

چارواکي: د طالبانو پر "سرې قطعې" د برید پر مهال نشه‎يي مواد نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د وسله‎والو طالبانو پر "سرې قطعې" د برید پر مهال په لسګونو کیلوګرامه نشه‎يي مواد نیولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د کمانډو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له‎خوا رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې د اووم کنډک کمانډو ځواکونو په نهر سراج ولسوالۍ کې د وسله‎والو طالبانو د سرې قطعې پر پټن‎ځای باندې د برید پر مهال ۹۰ کیلو ګرامه چرس نيولي او بيا يې له‎منځه وړي دي. په دې عملیاتو کې د وسله‎والو طالبانو ۱۷ هغه کسان هم نیول شوي چې د نشه‎يي موادو د قاچاقي کاروانونو امنیت يې ساته.

په فراه کې یو ایرانی د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو

Pa.azadiradio.com 

افغان ځواکونو په فراه ولایت کې یو ایرانی وګړی د نشه‎يي توکو د قاچاق په تور ونیو. د فراه ولایت مطبوعاتي دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، یو ایرانی وګړی چې ۶۷ کیلو ګرامه کرسټال یا شیشه یې په یو موټر کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې ایران ته یې قاچاق کړي، د افغانستان سرحدي ځواکونو د ابونصر فراهي په پوسته کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي. د یادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا درېیم ځل دی چې ایرانيان له فراه څخه ایران ته د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول کېږي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса