Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

ولسمشر غني: د سولي د خبرو د څرنګوالي په اړه باید بحث وشي

0
افغان ولسمشر وایي، د سولي د خبرو د څرنګوالي په اړه باید بحث وشي.


دا خبره ولسمشر اشرف غني نن شنبه د افغانستان د سولي د عالي شورا په عمومي غونډه کې د ګډون پر مهال وکړه. نوموړی وایي، د هغو کسانو پر وړاندې چې افغانان وژني، د سولي دروازه تړلې او غچ ورڅخه اخيستل کېږي.


ښاغلي غني وویل:


"دې کې دې شک نه وي چې موږ د انتخاب دوه لاري ته رسېدلي یوو، د شهیدې ملالۍ پر سړک حمله پر څو تنو حمله نه، بلکې پر ټول افغان ولس حمله وه او په دې سره دوی د هراړخیزې جګړې او د افغان ولس پر وړاندې د جنګ اعلان و، دوی نور ددې ټولنې غړي نه دي، خطونه واضح شول، هغه څوک چې پخلاینه او سوله نه مني، بې سولې یې موږ ګټو."


ولسمشر غني د تېري اوونۍ خونړۍ پېښه د امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د برید سره برابره وبلله.


دی وایي، دوه هدفه دي چې هم باید جګړه وګټل شي، ځکه د هغو کسان په وړاندې چې افغانان وژني، له جګړې پرته بله لار نشته او هم باید تل پاتې سوله ترلاسه شي، ځکه دا د خلکو غوښتنه ده.


د ولسمشر په خبره، همدې اهدافو ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې د افغانستان اوسنی وضعیت تحلیل شي او د سولې یو جامع تعریف وړاندې شي.


په همدې غونډه کې د سولي د عالي شورا مشر عبدالکریم خلیلي هم ټینګار وکړ چې جګړه د افغانستان د بحران د هواري لاره نه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса