Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د ایران د ولسمشر دفتر ته یو ننوتونکی سړی له چړې سره ونیول شو

0
د ایران د جمهوري ریاست د دفتر ساتونکو نن دوشنبه پر یوه سړي چې لویه چاړه ورسره وه او هڅه‌یې کوله چې د ولسمشر دفتر ته ننوځي، ډزې وکړې.


امنیتي ځواکونو هغه په پښه ویشتی دی.


د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د جمهوري ریاست د امنیت د مرستیال په حواله ویلي چې ویشتل شوی سړی ۳۵ کلن دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.


د هغه هدف لا نه‌دی څرګند او د روغتیايي وضعیت په اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي څرګند شوي.


دا هم نه‌ده معلومه چې د پېښې پر وخت د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل کار په دفتر کې و که نه.


د یو شمېر ایراني رسنیو په حواله، له حمله کوونکي سره یوه لویه چاړه یا توره وه او سپینه عبا یې غالباً د ځان قربانولو ته د تیاري څرګندولو د سمبول په توګه اغوستې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса