Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد

0
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه واتیکان ته ورسېد او د کاتولیکو مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري.


د ایټالیا په پلازمېنه روم کې نن سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، زرګونه اضافي عسکر د امنیت ټینګولو لپاره ګمارل شوي او د ښار په زیاتو برخو کې پر مظاهرو بندیز لګېدلی دی.


دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي.


پاپ او اردوغان به همداراز د بیت‌المقدس پر موقف او د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د پرېکړې د عملي کېدو په اړه چې بیت‌المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلی، وغږېږي.


واتیکان د اسرائیل او فلسطین د لانجې د حل لپاره د دوو جلا دولتونو د رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

 



پخواني معلومات


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دوشنبه په واتیکان کې د کاتولیک مسیحیانو له مشر پاپ فرانسېس سره ګوري.


دا په تېرو ۵۹ کلونو کې اول وار دی چې د ترکیې د حکومت یو مشر په رسمي سفر واتیکان ته ځي.


د اردوغان دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دواړه لوري به د بیت‌المقدس پر موقف، د سوریې پر وضعیت، په نړۍ کې د مهاجرت پر بحران، د ترورېزم پر ضد پر مبارزه او د اسلام او د بهرنیانو ضد احساساتو په اړه خبرې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса